د ۲۰ میلیاردو افغانیو په زیاتوالي د ۱۴۰۰کال بودجه ولسي جرګې ته لېږل کېږي

د افغانستان پارلمان

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ۱۴۰۰ هجري لمریزکال بودجې تازه طرحه د کابینې له لوري تصویب شوې او ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د سې شنبې )د مرغومي ۲۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بودجې په طرحه کې ۲۰ میلیارده افغانۍ زیاتې شوي دي: "د بودجې په مسوده کې شل میلیارده افغانۍ بدلون راغلی، زیاته یې امنیتي ده، ۱۱ میلیارده د'سیسټیکا' د مرستو د څانګې دي، ۶ میلیارده د حکومت ریزرفي پیسې دي چې تېر کال مو درلودلې او یو اندازه هم د بودجه کسر لوړ تللی، د کابینې له لوري تصویب شوې، موږ هڅه کوو چې څومره ژر کېږي ولسي جرګې ته يې د تصویب لپاره لېږو ."

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

ښاغلی مسجدي زیاتوي چې په دې مسوده کې تر ټولو زياتې پیسې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او کانونو، کرنې او ښځو چارو وزارت پروژو ته په پام کې نیول شوي دي.

د مالیې وزارت په وینا د ۲۰ میلیارده افغانیو په زیاتوالي سره اوس د ۱۴۰۰ کال بودجې رقم ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ته رسېږي چې له ۳۱۱ میلیارده افغانۍ يې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ يې پراختیايي بودجه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال بودجه د ولسي جرګې له لوري رد شوه.

ولسي جرګه د ۱۴۰۰ کال د بودجې د رد لامل له بودجې د سلګونو ولایتي پروژې ایستل، یو ځل بیا ۹۱ او ۹۲ کوډ ته دوه میلیارده افغانیو ور اضافه کول، هغه ادارو ته د بودجې اختصاصول چې د ملي شورا له لوري نه دي تصویب شوي او فوايد عامې وزارت ته د لېرې پرتو سیمو د لارو جوړولو پروګرامونو لېږد د ۱۴۰۰ کال بودجې په سند کې ستونزې بلل شوي دي.

دغه شان د ښوونکو معاشونو نه زیاتوالی او د دولتي کارکوونکو د معاشونو ترمنځ نه انډول هم په بودجه کې ستونزې بلل شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې تر اوسه یې د ۱۴۰۰ کال بودجې تازه طرحه د مالیې وزارت له لوري نه ده ترلاسه کړې.

د ولسي جرګې لومړی مرستيال مېرزا محمد کټوازي ازادي راډيو ته وویل، د بودجې طرحه به په هغه صورت کې تصویب شي چې متوازن او عادلانه وي: "موږ بودجه کې غیر مشروع غوښتنه نه لرو، دا زموږ وطن دی، موږ کړیږو، موږ مجبور او ملکف یو چې د هېواد د نافذه قوانینو سره سم بودجه متوازن او عادلانه وي او وروسته تصویب شي."

د ولسي جرګې لومړی مرستيال مېرزا محمد کټوازی

له دې وړاندې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه شااوخوا ۴۵۲ اعشاریه ۶ میلیارده افغانۍ وه چې ۶۵ سلنه بودجه چې ۲۹۶ میلیارده افغانۍ کېده عادي او ۳۵ سلنه چې ۱۵۶ میلیارده افغانۍ کېده پراختیايي بودجه وه.

خو دا چې دا ځل به ولسي جرګه د ۱۴۰۰کال بودجه تصویب کړي که نه؟ دا مسئله به ولسي جرګې ته د بودجې د طرحې وړاندې کولو او ورباندې له بحث او په عمومي ناسته کې د وکیلانو له رای ګیري وروسته روښانه شي.