په کابل کې د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ نړیوال نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د پرانيستل شوي نړيوال نندارتون يوه څنډه

د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ نړیوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.

د افغانستان د پانګه والو او سوداګرو د ټولنې عمومي رییس عبدالهادی فرهنګ نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه نندارتون به د دریو ورځو لپاره پرانیستى وي.

په ياد نندراتون کې په دوه سوه غرفو کې د افغانستان بېلابېل محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

مسوولين وايي، دا ډول نندارتونونه افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ډېر ګټور تمامېږي.