په کندز کې سپین زر دولتي فابریکې په فعالیت بیا پیل وکړ

په کندز کې د سپین زر فابریکې يوه څنډه

په کندز کې سپین زر دولتي فابریکې خپل فعالیت نن بیا ځلې پیل کړ.

د افغانستان د صنعت او سوداکرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه تولیدي فابریکه د۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵ کلونو وروسته خپل فعالیت بېرته پیلوي.

نوموړي وویل، چې یاده فابرېکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او د ترڅنګ یې دزغرو، کونځلو او پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم جوړوي.

چارواکي وایې ،د کندز سپین زر تولیدي فابریکه پر کندز سربېره خپل تولیدات نورو ګانډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه استوي.

د سپين زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو، له ازبکستان څخه يې ۵ پایې ماشینونه د یادې فابریکې د بېرته فعالیت په موخه وپېرل او کار يې پيل کړ چې اوس اول سر کې ۵۰ تنو ته دکار زمینه په کې برابره شوې ده.