ناټو د سولې مذاکراتو د بریا لپاره د تاوتریخوالي بندېدل وغوښتل

سټيفانو پونتيکوروو

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې د روانو مذاکرو د بریا لپاره د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه وکړه.

سټیفانو پونتيکوروو پرون ناوخته په کابل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له رئیس فضل محمود فضلي سره په خبرو کې دا غوښتنه مطرح کړه.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې د پونتيکوروو له قوله لیکلي، چې په دې خبرو کې په دوحه کې سولې پر روانو مذاکرو د افغانستان د سولې له پروسې د ناټو د ملاتړ پر دوام هم خبرې وشوې.

دغه راز ناټو پر ټویتر په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ناټو ملکي استازي د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په پرونۍ کتنه کې په ټول افغانستان کې د تشدد د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د دولت هیئت تېره سې شنبه قطر ته ورسېد، چې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره د مذاکرو بله مرحله مخ ته یوسي.