په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

آرشیف

په پاکستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو یا پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.

د ګوزڼ لپاره ملي بیړنیو عملیاتو مرکز ويلي دي، چې په دې دوره کې به د نږدې درې لکه واکسیناتورانو له خووا تر پنځو کلونو کم عمره ۴۰ مليونه ماشومان واکسین شي.

د پاکستان د حکومتي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۴ ماشومان پوليو یا ګوزڼ وهلي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې لاهم په کې پولیو یا ګوزڼ ماشومان ګواښي.