امنیتي ځواکونو په پکتیکا کې د طالبانو د حقاني شبکې ۵ کسیزه ډله نیولې

آرشیف

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پکتیکا ولایت کې يې د طالبانو د حقاني شبکې پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه پنځه کسیزې ډلې مشري د نقیب الله په نوم یو تن کوله په عبدالحی مشهور وو او د مقناطیسې ماین چاودونو او هدفي وژونو مسولیت يې درلود.

په اعلامیه کې تور پورې شوی، چې دغه ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای سره اړیکې درلودې او د هغوی په اشاره يې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې ورانکاري عملونه کول.

په اعلامیه کې راغلي دي، چې دغه ډلې په وروستیو کې پلان درلود چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه ترسره کړي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.