کرنې وزارت: د کرنیزو محصولاتو لپاره څه باندې ۱۰ زره ودانۍ جوړې شوي

آرشیف، سردخانه در ولایت کنر

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروګرام له لارې د روان لمریز کال له پیله ۱۰ زره او ۸۲۸ ودانۍ جوړې شوې دي.

د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ودانیو کې ممیز خونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او دغه‌راز د مڼو او انارو ساتنې لپار صفر درجې سړې خونې شاملې دي.

نوموړي وویل چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره ۸۷ زره کسانو ته لنډمهالې دندې او ۲۹ زره کسانو ته د دایمي دندو زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره، د دغو پروژو د ودانیزو چارو په بشپړېدو سره، څه باندې ۱۶۵ زره مټریک ټنه کرنیز محصولات چې په‌کې مڼې، انګور، انار، پیاز، کچالو او یو شمېر نور محصولات شامل دي، خوندي شوي دي.

یادې پروژې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلې شوې دي.