لسګونه پکتياوالو د برښنا شرکت پر ضد لاریون کړى

ګردیز کې د برښنا شرکت پر ضد د لاریون انځور

د پکتیا د مرکز ګردیز اړوند د تېرې سیمې لسګونه اوسېدونکو نن ورځ د دې ولایت د ځایي ادارې او د برښنا ریاست پر ضد سوله ییز لاریون وکړ.

د پکتیا د مرکز ګردیز اړوند د تېرې سیمې لسګونه اوسېدونکو نن د کابل ګردېز عمومي سرک د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په توګه تړلی و.

دوی وایي، د برښنا ریاست یې غږ نه اوري او د بیا بیا ژمنو سره سره له برښنا بې برخې دي.

د لاریون یو ګډونوال حکمت سحر وایي: "په تېره سیمه کې دېرش کلي موجود دي، یوازې دریو کلیو ته چې یو ابراهیم خېل دی او یو سره کلا ده، دغو ته برښنا ورکړل شوې ده، نور ټول پاتې دي."

نږدې دوه کاله وړاندې پکتیا له وارداتي برښنا سره وصل شوه، هغه مهال چارواکو ویلي و، چې دوی به په لومړي پړاو کې دیارلس زره کورنیو ته برښنا ورکړي.

خو د پکتیا د برښنا ریس نصرت الله مدتزی وایي، د تېرې سیمې له نیمایي زیات کلي تر پلان لاندې دي، څو له برښنا سره وصل شي او د ځینو نورو کار به په راتلونکي کال کې سروې او پیل شي.

هغه وویل: "نهه کلي چې دي، د تیرې د پوښښ لاندې دي، دا اوس هم په موږ کار کوو که تاسې لاړ شئ علمي به یې وګورئ او څلور نور کلي به په راتلونکي کال کې سروې او د برښنا د ویش لپاره به عملا کار ورته شروع کړو."

د پکتیا د برښنا ریاست د مسولینو په وینا په لومړي پړاو کې دوی د مرکز ګردېز اړونده سیمو کې ۱۳۵۰۰ کورنیو ته، چې وروسته ورته ۲۵۰۰ نورې کورنۍ هم پلان کې شاملې شوي، برښنا ورکوي او همدا راز ددې ولایت په وزې ځدران ولسوالۍ کې پنځه زره کورنیو ته د وارداتي برېښنا د ویش چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د برښنا شرکت ویلي، د ازبکستان هېواد سره یوې هوکړې ته رسېدلي، څو د برښنا د صادراتو کچه ۳۰۰ میګاواټه ته لوړه کړي او وایي هڅه کوي، چې دا شمېره ۴۵۰ میګا واټه ته ورسېږي.