هېواد: طالبانو ته تر اوربند دا مهمه ده چې پر راتلونکي نظام خبرې وشي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي واک یوازې د ټاکنو له لارې نوي راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي او له دې پرته به واک پرې نه‌ږدي.

د لیکوال په وینا، ښاغلي غني دا خبرې له هغه وروسته کړې دي چې له بېلابېلو لورو د سولې په پروسه کې پر موقت یا انتقالي حکومت د بحث خبرې راپورته شوې دي.

وړاندې دغو خبرو ته په اشارې لیکل شوي،کله چې ولسمشر غني وايي چې واک به بل ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري، دا په دې معنی ده چې نوموړی به خپله د واک موده پوره کوي او بیا به ټاکنې کېږي چې په‌کې به نوی ولسمشر راځي او بیا به واک ورسپارل کېږي.

د لیکوال په خبره، د ولسمشر غني تصور دا دی چې طالبان دې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب په شان راشي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي، خو په وینا یې د ولسمشر غني دا تصور غیر واقعي او له اوسنیو حقایقو لیرې دی چې په خبره‌یې باید په دې برخه کې دقیق فکر وشي.

لیکوال ټینګار کوي که د سولې په خبرو کې پرمختګونه وشي او طالبان هم انعطاف وښیي، نو ولسمشر باید خنډ جوړ نه‌کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په قطر کې د سولې خبرو پيل ته په اشارې لیکلي، دوهم پړاو خبرو کې اوربند مهم دی چې هم د ملت او هم د نړيوالې ټولنې ستره غوښتنه ده.

د لیکوال په وینا، طالبانو ته تر اوربند دا مهمه ده چې پر راتلونکي نظام خبرې وشي، خو ورځپاڼې ټینګار کړی چې نظام په اوسنيو خورا مهمو حالاتو کې بدلېدای نه‌شي او نه هم د دې امکان شته، ځکه افغانستان ولسواک نظام لري او اوس هغه وخت پای ته رسېدلی چې په افغانستان کې دې يو ځل بيا واک د ډلو ټپلو لاسونو ته ولوېږي او نورې مخالفې ډلې دې ترې ګوښه بيا دې واک ته د رسېدا لپاره د دښمن پر ملاتړ پر ملت چپه مېچنې وګرځوي!

وړاندې ټینګار شوی چې د افغان حکومت او ولس غوښتنه دا ده چې بايد سوله راشي او د دوحې په دوهم پړاو خبرو کې دې په هغه څه توافق وشي چې ملت‌يې غواړي او نړۍ او سيمه‌يې مني چې لیکوال هغه يو خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان یاد کړی دی!

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د برېښنا پر ستونزې لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، په کابل کې د برېښنا کمښت یوه جدي ستونزه ده او د برېښنا په رسولو کې د بې‌نظمیو له امله د خلکو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

وړاندې پر برېښنا شرکت تندې نیوکې شوي چې ان یو شمېر سیمو ته په ٢٤ ساعتونو یو ساعت لپاره هم برېښنا نه‌پرېږدي.

خو د لیکوال په وینا په ځینو نورو سیمو کې چې لوړپوړي چارواکي لکه د پارلمان غړي، پخواني جهادي قوماندانان یا شتمن خلک دي هلته بیا برېښنا ٢٤ ساعته وي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې برېښنا ریاست باید د برېښنا په وېش کې انډول په پام کې وساتي او د بې‌برقۍ ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.