کابل کې چاودنې د عامه ساتنې تصدۍ د ویاند په شمول ۳ تنه ووژل

ارشیف، کابل کې چاودنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې نن سهار په یوه چاودنه کې د عامه ساتنۍ تصدۍ د ریاست د ویاند ضیا ودان په شمول ۳ تنه وژل شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی ودان نن سهار اته نیمې بجې د کابل په کارتې نو سیمه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و.

د ښاغلي ودان دوه همکاران هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو د افغانستان حکومت په دې ډول بریدونو کې چې په وروستیو څو میاشتو کې ډېر شوي، طالبان په لاس لرلو تورنوي.