د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د هوکړه‌لیکونو لاسلیک غونډه

افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال د کابل او عشق‌اباد ترمنځ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

یو هوکړه‌لیک د دواړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د ادارو او بل هغه د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا په هدف لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه‌لیکونه پرون د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او رشید مېردوف ترمنځ لاسلیک شول.

دواړو خواوو د هغو پروژو په اړه هم خبرې کړي چې ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو په حضور کې پرانیستل شي.

دا د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د برښنا د لېږد او افغانستان ته له ترکمنستانه د نوري فایبر د وصلولو پروژې دي چې ټاکل شوې د مرغومې په ۲۵مه پرانیستل شي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په دوه ورځني سفر کابل ته راغی.