کابل کې د افغانستان او ایران ۱۴م ګډ نندارتون پرانیستل کېږي

ارشیف، د افغانستان او ایران ګډ نندارتون

ټاکل شوې راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان او ایران ۱۴م ګډ نندارتون کابل کې پرانیستل شي.

د ایران د سوداګرۍ د پراختیا ادارې مشر حمید زادبوم پرون مهر خبري اژانس ته وویل چې دغه ګډ نندارتون د فبرورۍ په نهمه پیلېږي او څلور ورځې دوام کوي.

نوموړي وویل، اوس‌مهال ایران افغانستان ته په کال کې د درې میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري، خو هڅه کوي چې دا کچه د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې پنځو میلیاردو ته پورته کړي.

زادبوم ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د کرونا وبا له کبله رامنځته شوی زیان د سوداګرۍ د زیاتوالي او له ګاونډیو سره د ښو اقتصادي برنامو له لارې جبران کړي.