افغان چارواکي: د بوسنیا په يوه کمپ کې د اورلګېدنې پېښه څېړل کېږي

له سوځېدو وروسته د ليپا کمپ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په بوسنیاهرزګونیا کې د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې په اړه د پلټنو لپاره یې یو پلاوی یاد کمپ ته لېږلى دی.

په بوسنیا هرزګونیا کې د کډوالو په کمپ کې د اور لګېدنې په تړاو اندېښنې راپورته شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په یاد کمپ کې د اورلګېدنې په اړه د پلټنو او د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو په موخه يې یو پلاوی یاد کمپ ته لېږلى دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال، حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل، دا پلاوی په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت لخوا لېږل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "دا پلاوی دنده لري چې د کډوالو سازمان او نورو فعالو سازمانونو سره په ګډې همغږۍ په یاد کمپ کې افغان کډوالو ته د پام وړ مرستې ور ورسوي."

خو د بهرنیو چارو وزارت، د بوسنیا هرزګوینا د لیپا په نوم دې کمپ کې د اور لګېدنې نور جزیات نه ورکوي.

په یاد کمپ کې د افغان کډوالو شمېر هم نه دى معلوم، خو د راپورونو پربنسټ په دې کمپ کې ټول نږدې ۱۳۰۰ کډوال مېشت دي.

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار سید عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل، د دې کمپ ډېری کډوال افغانان دي.

هغه وویل: "د بوسنیا په یو کمپ کې چې کومه اور لګېدنه شوې مرګ ژوبله نه لري خو ډېری کډوال افغانان دي، چې پلټنې وشي نو معلومه به شي چې هغوی له کومو ستونزو سره مخ شوي دي."

د لیپا کمپ بیهاج ښار ته نږدې پروت دی، خو د کډوالو نړیوال سازمان (آی،او،ایم) له دې وړاندې ویلي و، چې دا کمپ د کډوالو د ساتلو لپاره لومړني امکانات نه لري.

د لیپا په کمپ کې چې کوم کډوال اوسېدل دوی غوښتل چې د کرواسي له لارې د اروپا نورو هېوادونو ته لاړ شي.

په یونان کې هم په سنبلې میاشت کې په موریا کمپ کې اورلګېدنه وشوه، که څه هم په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله وانه وښته خو د اور لګولو په تور شپږ افغان کډوال ونیول شول.