اشرف غني: واک به خپل منتخب ځای ناستي ته وسپارم  

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دی به واک، خپل منتخب ځای ناستي ته وسپاري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د لارې په توګه د لنډمهاله حکومت غوښتنې مطرح شوې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني له 'CNN' ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: "زما اساسي هدف دا دی چې وکړای شم قدرت د خلکو د ارادې له لارې خپل منتخب ځایناستي ته انتقال کړم. دا مهم کار موږ ته توان راکوي چې د خپلو ملکیانو، فعالانو او نورو د قربانیو درناوی وکړو."

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور تېره اوونۍ ویلي و، طالبان په مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي چې دا د ښاغلي منصور په وینا د مؤقت حکومت له جوړېدو پرته بله لاره نه لري.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم ازادي راډیو ته ویلي چې د موقت حکومت د جوړېدو مسئله هېڅ مطرح شوې نه ده.