صنعت کاران: د برېښناکمښت څه باندې۱۴سوه فابریکې زیانمنې کړې

د افغانستان د صنعت‎کارانو د ټولنې مشر شیرباز کمین‎زاده

د افغانستان د صنعت‎کارانو د ټولنې مسؤلین وایي، د برېښنا د کمښت له امله څه باندې۱۴سوه فابریکې زیانمنې شوي دي.

د دغې ټولنې مشر شیرباز کمین‎زاده نن د شنبې (د مرغومي ۲۰) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو فابریکو کې ۸۰ زره کار کوونکو کار کاوه چې دا مهال اکثره یې بې کاره شوي دي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت وایي، ډېر ژر به په کابل کې د برېښنا ستونزه هواره شي.

د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تخنیکي ټیمونه له ازبېکستان سره کار کوي او تمه ده چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

نوموړي وویل، دا مهال نایب اباد کې د برېښنا کچه تر ۳۰۰ مېګا واټو ته لوړه شوې او د تاجکستان برېښنا کچه له ۸۰ مېګا واټو څخه ۱۲۰ مېګا واټو ته لوړه شوې چې له شمالي ولایتونو وروسته یې ۲۱۰ مېګا واټه کابل ته را رسېږي.

نوموړي وویل، د دې لپاره چې د شپې مهال د برېښنا اړتیا لوړیږي، نو د افغانستان برېښنا شرکت دې اړتیا ته په پام سره ۴۴ مېګا واټه له ماهیپر، ۲۲مېګا واټه له سروبي او ۹۶ مېګا واټه له نغلو برېښنا تولیدي فابرېکې څخه تر لاسه کوي.

د بریښنا شرکت په وینا چې له شته وارداتي برېښنا سره یوځای ټولټال ۳۷۲ مېګا واټه برېښنا کېږي.

برېښنا شرکت همدارنګه د برېښنا له ټولو پېرودونکو غوښتنه کوي چې د برېښنا د ستونزې تر حل پورې دې د برېښنا په لګښت کې سپما ته ځانګړي پاملرنه وکړي.