بغلان کې ماین چاودنې ۲ ملکیان وژلي او ۴تنه نور یې ټپیان کړي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په بغلان کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او په یوه پولیس سربېره یې څلور ملکیان ټپيان کړي.

چاودنه جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ماښام د پلخمري ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل: "څلور ملکیان او یو پولیس ټپیان شوي دي. دوه ملکیان شهیدان شوي. په دې چاودنه کې د پلخمري ښار ګرانو دوکاندارانو ته ډېر زیان اوښتی. شل دوکانونه ویجاړ شوي دي."

په ټپیانو کې د بغلان د مدني ټولنو د شبکې رئیس محمد عثمان شیرزی هم شامل دی.
چا یا کومې ډلې د دې بمي چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

د بغلان په څو سیمو کې وسله وال طالبان فعاله دي او افغان چارواکي یې د ډېرو بریدونو مسوولین بولي.