د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکیانو وژنه د منلو وړنه ده.
دغه کمېسیون نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۷مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۵ غړي چې ۳ ماشومان دي وژل شوي او ۵ نور چې ۴ یې مېرمني دي ټپیان شوي.
۱/ براساس یافتههای ابتدایی کمیسیون مستقل حقوق بشر، در حمله هوایی بر گروه طالبان (۱۷ جدی)، بمبی به منزلی مسکونی در شهر لشکرگاه ولایت هلمند اصابت کرده و سبب کشتهشدن ۵ تن غیرنظامی (شامل ۳ کودک) و زخمیشدن ۵ تن دیگر (شامل ۴ زن) شده است. ۱۰ تن عضو یک خانواده بودهاند.
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) January 8, 2021
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پرمهال دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
۲/ جنگ نه راه حل است و نه با هیچتوجیهی پذیرفتنی و مشروع و جز به قربانیشدن بیشتر بیگناهان و ویرانی کشور و نقض بیشتر حقوقبشر نمیانجامد. هنگام آن است که طرفها، با برقراری فوری آتشبس، به صدای دادخواهانه جمعی مردم برای توقف خشونتها پاسخی واقعی دهند.
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) January 8, 2021
دغه کمېسیون په ټینګار سره وايي چې دواړه اړخونه دې ژر تر ژره اوربند وکړي.
۳/ حفظ جان غیرنظامیان باید هدف نخست طرفهای درگیر باشد و آسیبرساندن به آنها هرگز پذیرفتنی نیست.کمیسیون با نکوهش شدید این حمله جنایتبار از حکومت خواستار تحقیق درباره آن و تأمین عدالت برای قربانیان و از دو طرف جنگ خواستار اتخاذ تدابیری برای جلوگیری از تکرار چنین رویدادهایی است
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) January 8, 2021
له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې په دې برید کې یې طالبانو ته مرک ژوبله اړولې او د ملکي کسانو د وژنې په اړه به څېړنې وکړي.
د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې طالبان د ملکي کسانو په کورنو کې ځانونه پټوي.
د دوی په خبره، د افغانستان دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره هڅه کوي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین به ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه طالبان عاملین دي، د خلکو له کورنو د پټنځایونو په توګه کار اخلي، ډېرو ځایونو کې چې طالبانو د خلکو په کورنو کې پټ شوي موږ هلته عملیات نه دي کړي، خو په دې کې شک نشته چې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي."
خو له بلې خوا بیا طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر افغان پوځیانو اچوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دوی د ملکيانو سره د جګړې پرمهال ډېر پام کوي او د ملکي تلفاتو اصلي عاملین افغان پوځیان دي.
دغه ادعاوې داسې مهال دي چې له دې وړاندې په ځلونو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې د جګړې پر مهال دې د ملکي کسانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.