د هرات د غوریان امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان نقیب الله سلطانزوی د دې ولسوالۍپه بازار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې وژل شوی.

د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر طالبانو چې له فراه ولایته غوریان ولسوالۍ ته راغلی وو، هڅه کوله د دې ولسوالۍ پر عدلي او قضايي مرکزونو برید وکړي:

ښاغلي قتالي زیاته کړه: "له بده مرغه د ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شو، خو د علاج لپاره د هغه په رسولو کې ځنډ راغی او شهید شو. درې طالبان هم وژل شوي، خو دوی ونه شو کړای چې زموږ عدلي او قضايي مرکزونو ته ننوځي."

غوریان د ایران سرحد ته نژدې پرته ولسوالي ده. سلطانزوی څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې ایران په سرحدي سیمو کې د طالبانو ملاتړ کوي، څو د افغان ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.