فیسبوک او انسټاګرام د ټرمپ پر اکاونټونو بندیز تمدید کړ

ولسمشر ټرمپ

فیسبوک او انسټاګرام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اکاونټونو بندیز، د هغه د کار د دورې ترپایه چې دوه اونۍ ورته پاتې دي تمدید کړ.

دا خبر د فیسبوک اجرائیه رئیس مارک زوکربېرګ پرون اعلان کړ.

ټویټر، فیسبوک او سنپ د چهارشنبې(د مرغومي ۱۸مه) په ورځ وروسته له دې چې د ټرمپ بلواګرو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ او د منتخب ولسمشر جوبایډن د تایید غونډه یې اخلال کړه، د نوموړي اکاونټونه په موقت ډول بند کړل، څو د هغه د بې بنسټه ادعاوو مخنیوی وکړي.

له دې پېښې وروسته کانګرس د شپې له خوا غونډه وکړه او د نوومبر د درېیمې په انتخاباتو کې د بایډن بریا یې تایید کړه.

ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر جوبایډن د جنوري په شلمه نېته د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.