ټرمپ: د کانګرس پر ودانۍ د ځینو کسانو یرغل غندم

پر کانګرس د یو شمېر کسانو یرغل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر هغه تاوتریخوالی وغانده چې د چهارشنبې په ورځ د کانګرس پر ودانۍ د ځینو کسانو د یرغل پر مهال پېښ شو.

ډونالډ ټرمپ، د لومړي وار لپاره دا تایید کړه چې جو بایډن به د امریکا نوی ولسمشر وي.

ښاغلي ټرمپ تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه د وفادارۍ لوړه وکړي: "نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر شلمه نېته لوړه وکړي. اوس زما تمرکز په ارامۍ، منظم او متحدانه ډول د قدرت د انتقال یقیني کول دي. د دې شېبې تقاضا شفا او روغه جوړه ده."

دا د ډونالډ ټرمپ په بیان کې ښکاره بدلون ښيي، ځکه تر دې مخکې هغه ټینګار کاوه چې د نوومبر د درېیمې د ولسمشرۍ ټاکنې یې ګټلي او له اسنادو وړاندې کولو پرته یې ادعا کوله چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.