جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي

د امریکا د دیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن

د دیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ.

د کانګرس د دواړو جرګو غړیو د ۲۳۲ پر وړاندې د ۳۰۶ کالج الېکترول رایو په ترلاسه کولو د جوبایډن بری تایید کړ.

تردې مخکې پرون د واشنګټن پولیسو وویل، د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پرمهال څلور کسان مړه شوي دي.

د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نورهم د بېړني روغتیایې وضعیت له کبله مړه شوي دي.

په دې پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدېګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلګونو پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړچې د دواړو جرګو استازو د نوومبر میاشتې د انتخاباتو د رایو د تایید لپاره غونډه درلوده.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په یوې ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی دی.