بلخ کې د غیر مسوول وسله وال قوماندان سره نښته کې ۲ تنه وژل شوي

ارشیف، بلخ کې افغان امنیتي ځواکونه، عکس تئزیني بڼه لري

په بلخ ولایت کې له پولیسو سره د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان په نښته کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، د لویې څارنوالۍ د حکم پر اساس ځانګړو پولیسو تېره شپه په مارمل ولسوالۍ کې پوځي عملیات وکړل چې د غیر مسوول وسله وال قوماندان له مقاومت سره مخامخ شول.

د عادل په وینا، پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې غیر مسوول قوماندان محمد نسیم او ۴ تنه نور ونیول او د نوموړي دوه وسله وال ووژل شول.

پولیس وايي، نیول شوي کسان د ځمکې په غضب، وسله والو غلاوو او له وسلې څخه په غیر قانوني کار اخېستو تورن دي.

د دوی په وینا پولیسو لس میله وسله هم نیولې ده.