د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال ۴ کسان وژل شوي

کانګرس ماڼۍ کې راټول شوي پولیس

د واشنګټن پولیس وایي د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال څلور کسان مړه شوي دي.

د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نور هم د بېړني روغتیایي وضعیت له کبله مړه شوي دي.

په دغه پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدیګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ سلګونه پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ چې د دواړو جرګو استازو د نومبر میاشتې د انتخاباتو رایې پر تأیید غونډه درلوده.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په یوې ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی دی.

ښاغلی بایډن وايي: "په دې وخت کې ډیموکراسي تر بې‌ساري برید لاندې راغلې. په معاصر وخت کې موږ دې ته ورته څه نه‌دي لیدلي. د ازادۍ پر ماڼۍ، په خپله د کانګرس پر ودانۍ. دا د خلکو پر استازو برید دی."

تر څو ساعتونو ځنډ وروسته د کانګرس دواړو جرګو خپله غونډه له سره پیل کړه او دا اقدام‌یې وغانده.

د امریکا د ولسمشر لومړي مرستیال مایک پنس د دې غونډې په پیل کې دغو کسانو ته په خطاب کې وویل چې تاسو ونه‌ګټله.

د سنا مجلس د اکثریت مشر مچ مک‌کانل هم د دې پېښې په غندلو سره دا یوه ناکامه بلوا وبلله.

په سنا کې د اقلیت مشر چاک شومر هم وویل هغو کسانو چې پر یادې ودانۍ یرغل وروړ، معترضین نه بلکې د ده په خبره کورني ترورېستان ول.

هغه دا هم وویل چې دا کار په خپل سر نه‌دی شوی او د مسؤلیت مهمه برخه‌یې ولسمشر ته راجع کېږي.

چاک شومر د دې پېښې د عاملینو د قضایي تعقیب غوښتنه وکړه.