محمد اشرف غني ننګرهار ته ولاړ

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

افغان ولسمشر نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته ولاړ.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي محمد اشرف غني به د یاد ولایت له پوځي، ملکي او فرهنګي مشرانو سره جلا جلا وګوري.

د ننګرهار د والي د مطبوعاتو دفتر د معلوماتو له مخې، د ولسمشر غني له‌خوا به نن په ننګرهار کې د ۴۵ ښوونځيو ودانیو د اسنادو په ورکړې سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د ستروسو له یوه نندارتون څخه به هم ليدنه وکړي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د کابينې يو شمېر غړي، د ملي شورا يو شمېر غړي او نور ګډون ولري.