د کانګرس د سنا او استازو جرګې غړو خپله ګډه غونډه له سره پیل کړه

د امریکا کانګرس

وروسته له هغه چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پلویان د کانګرس له ودانۍ څخه وایستل شول، د سنا او استازو جرګې غړو خپله ګډه غونډه له سره پیل کړه.

دا غونډه د نومبر د درېیمې نېټې ولسمشرۍ انتخاباتو د الکټرول کالجونو د رایو د تأیید لپاره جوړه شوې ده.

د امریکا د ولسمشر لومړي مرستیال مایک پنس د دې غونډې په پیل کې وویل چې د چهارشنبې د مازدیګر تاوتریخوالی چې په ترڅ کې یې د ولسمشر ټرمپ پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل په سختو ټکو غندي.

پنس دغو کسانو ته په خطاب کې وویل چې تاسو ونه‌ګټله.

او زیاته‌یې کړه چې تاوتریخوالی هېڅکله ګټونکی نه‌دی، خپلواکي به‌یې ګټي او په وینا یې دا کنګره لا هم د خلکو کور دی.

د سنا مجلس د اکثریت مشر میچ مک‌کانل هم د دې پېښې په غندلو سره دا یوه ناکامه بلوا وبلله.

په سنا کې د اقلیت مشر چاک شومر هم وویل هغو کسانو چې پر یادې ودانۍ یرغل وروړ، معترضین نه بلکې د ده په خبره کورني ترورېستان ول.

هغه دا هم وویل چې دا کار په خپل سر نه‌دی شوی او د مسؤلیت مهمه برخه‌یې ولسمشر ته راجع کېږي.

چاک شومر د دې پېښې د عاملینو د قضایي تعقیب غوښتنه وکړه.

تر اوسه پورې ۱۲ جمهوري غوښتونکو سناتورانو اعلان وکړ چې پر کانګرس د یرغل وروسته نو د انتخاباتو پر پایلو هېڅ اعتراض نه‌لري، د جورجیا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتورې هم وویل چې له خپله اعتراضه په شا شوه.

هاخوا ډیموکراتانو هم دا پېښه په کلکه غندلې او د ډیموکرات منتخب ولسمشر جو بایډن په ګډون اکثرو ویلي چې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ او ولسواکۍ ښکاره برید دی.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي وویل چې دا پېښه کېدای شي د یوه تازه پیل مقدمه وي.