پکتیا کې د ۲ تنو د وژلو په غبرګون د کابل-خوست لاره څو ساعته بنده شوې

ارشیف، د پکتیا-خوست پر لویه لاره افغان ځواکونه

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د دوو تنو د وژلو په غبرګون کې پرون مظاهره وکړه او د څو ساعتونو لپاره‌یې د کابل-خوست لویه لاره بنده کړې وه.

مظاهره‌چیانو د وژل شویو کسانو چې دوی بې‌ګناه بلل، جسدونه هم لېږدول او ویل یې چې له کوم دلیل پرته په چاپه کې وژل شوي دي.

د مظاهرې یوه ګډونوال عبدالواحد ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په کلي کې یې چاپه اچولې او دوه کسان‌یې شهیدان کړي، حکومت زموږ پوښتنه ولې نه‌کوي، ولې ړندې چاپې اچول کېږي، که دغه خلک ګناهګار هم وي، حکومت‌یې د وژلو حق نه‌لري، ځکه دلته محکمه او قانون موجود دی."

د پکتیا چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو ځانګړو پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په احمد ابا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د نشه‌یي توکو دوه قاچاق وړونکي له پولیسو سره نښته کې وژل شوي دي.