بریتانیا، فرانسه او جرمني: ایران دې د یورانیمو له ۲۰ فیصدي پخولو لاس په سر شي

ایران کې په یوې اټمي بټۍ کې په کار بوخت انجنیران

بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران له‌خوا د یورانیمو ۲۰ فیصدي پخول د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون خلاف کار بللی او دا یې یو منفي تحول وباله.

اروپا کې دغو درې پیاوړو هېوادونو له تهران نه وغوښتل چې له دې کاره لاس په سر شي.

دغو درې واړو هېوادونو چې له ایران سره‌یې په اټمي تړون کې لاسلیکونه کړي، په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰ فیصدو کچو پورې د یورانیمو پخول، کومه د باور وړ مدني توجیه نه‌لري.

په اعلامیه کې راغلي، دا د ایران له‌خوا یوه ښکاره سرغړونه ده او دې کار کې د اټمي وسلو د خپرولو ګواښ نغښتی دی.

ایران د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په فوردو بټۍ کې یې تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو پخولو چارې له سره پيل کړې دي.

د ایران فوردو بټۍ

سره له دې چې امریکا کې د مشرتابه له بدلون سره داسې هیلې شته چې متحده ایالات بېرته د ایران اټمي تړون کې شامل شي، خو د ایران دې ګام د اټمي تړون بقا له خطر سره مخامخ کړې ده.

د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې کلک بندیزونه ولګول.

تر دې کچې پورې د یورانیمو پخول، له دې تړون نه د ایران تر ټولو تازه سرغړونه بلل کېږي.

د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډې اعلامیه کې راغلي چې د ایران دا اټمي فعالیت اټمي تړون ته زیان اړوي او هغه ډيپلوماتیکې هڅې ګواښي چې اټمي تړون ته د امریکا د نوې ادارې د بېرته راګرځېدو په هدف پیل شوې دي.

ایران د دوشنبې ورځې له اعلان مخکې تر ۴،۵ فیصدو کچې پورې یورانیم پخول.

حال دا چې په اټمي تړون کې تر ۳،۶۷ فیصده کچې پورې پخولو ته اجازه ورکړل شوې وه.

د اټمي وسلو د جوړولو لپاره اړتیا ده چې یورانیم تر ۹۰ فیصدو کچې پورې پاخه شي.

تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو پخول هم د اټمي وسلو د جوړولو لپاره زماني واټن لنډولی شي، خو ایران له دې وړاندې تل ټینګار کړی چې اټمي پروګرامونه‌یې سوله‌ییز هدفونه لري.

د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون له مخې، ایران باید په فوردو تأسیساتو کې یورانیم غني نه‌کړي.

دا بټۍ په یوه غرنۍ سیمه کې تر ځمکې لاندې جوړه شوې چې له هوایي بریدونو خوندي واوسي.

د ایران فوردو بټۍ

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي، که ایران په خپلو ژمنو عمل وکړي، امکان شته چې واشنګټن بېرته اټمي تړون ته ستون شي.

ایراني چارواکو بیا ویلي، دوی هغه مهال تړون ته ژمن پاته کېږي چې امریکا او اروپایي هېوادونه ورسره کړې ژمنې عملي کړي.