پکتیا کې د دوو تنو د وژلو په اړه د افغان حکومت او خلکو غبرګونونه

پکتیا کې د افغان ځواکونو عملیات

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د غاړک د ځنډي خېلو کلي اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یوه لاریون په ترڅ کې چې دوه جسدونه یې هم له ځان سره انتقالول، د خوست او کابل لویه لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله.

دوی ویل، یادو وژل شوېو کسانو هېڅ ګنا نه درلوده او افغان ځواکونو یې تېره شپه په کور عملیات کړي او وژلي یې دي.

د لاریون یوه ګډونوال عبدالواحد ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو باید یاد کسان د وژلو پرځای عدلي او قضایي ادارو ته سپارلې وای او د دې پېښې لپاره انصاف غواړي.

له بلې خوا د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د لاریون د ګډونوالو د غوښتنو په ځواب کې ازادي راډیو ته د پولیسو د ځانګړو ځواکونو هغه اعلامیه استولې چې په کې راغلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړونده سیمه کې عملیات کړي چې په کې یې د ۴۵ ټنه نشه یي توکو د سوځولو سربېره د نشه یي توکو د پروسس ۵ کارخونې هم له منځه وړي دي.

اعلامیه وایي، د پولیسو سره په نښته کې دوه تنه قاچاق وړونکي هم وژل شوي او د دوی یو شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.