ملي امنیت د پکتیا د والي یو سلاکار نیولی

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

د ملي امنیت ځواکونو د پکتیا د والي یو سلاکار نیولی دی.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل چې د عطا محمد فېروز په نوم د ده یو سلاکار د ملي امنیت هغې ډلې نیولی چې له مرکز کابله د ده په نیولو پسې دې ولایت ته راغلی وو.

ښاغلی فدایي وایي، عطا محمد فېروز دوه اوونۍ وړاندې د ولایت مقام لپاره د زېربنا په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له خوا د سلاکار په توګه ټاکل شوی و.

د پکتیا والي و نه ویل چې د نوموړي مشاور د نیولو انګېزه څه ده او نه هم ملي امنیت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه ویلي.