طالبان:د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او خبریالانو په وژلو کې لاس نه لرو

ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

دوه ورځې وروسته تر دې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګت وویل چې طالبان دې له هدفي وژنو لاس واخلي، طالبانو اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیې کې نن دوی ویلي دي چې په بېلابېلو سیمو کې له یوې مودې راهیسې د دیني عالمانو، خبریالانو او سیاسي څېرو په وژلو کې لاس نه لري.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی تل د خپلو کړنو مسوولیت په غاړه اخېستی دی.

د افغانستان حکومت هم طالبان په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون لس خبریالان او مدني فعالان د مقناطیسي ماینونو په چاودنو او ډزو کې وژل شوي دي.