ولسي جرګه: څو چې د ۱۴۰۰ بودیجه نه وي راغلې د ژمي رخصتي نه پیلوو

د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ولسې جرګې غړي وایي، تر هغو چې د راتلونکي ۱۴ سوه کال بودیجه ولسې جرګې ته نه وي استول شوې، دوی به د ژمي رخصتي پیل نه کړي.

د ولسې جرګې رئیس میررحمان رحماني نن چهارشنبه(د مرغومي ۱۷مه) د جرګې عمومي غونډې ته وویل: "تر هغو پورې چې ملي بودیجه د ټولو ولایتونو په کچه، له متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت سره سمه تنظیم نه شي، موږ د ژمې په رخصتیو نه ځو."

ولسې جرګې تېره اوونۍ د څوارلس سوه کال بودیجه رد کړه او ویې ویل چې متوازنه نه ده،دا بودیجه نژدې څلور سوه درې پنځوس میلیارده افغانۍ ده.

د دې بودیجې پنځه شپیته په سلو کې عادي او پاتې یې انکشافي ده.