په کابل کې د "فاطمې خليل" په نوم د معلولو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ شوی

په کابل کې د معلولو ماشومانو لپاره د نوي جوړ شوي ښوونځي يوه څ

په کابل کې د فاطمې خلیل په نوم د معلولو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ شوی.

فاطمه خلیل چې د بشر حقونو کارکونکي وه د تېر زېږديز کال په جون مياشت کې په یو مقناطيسي ماین چاودنه کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شوه.

د وژل شوې فاطمې خلیل یو ارمان پوره شو.

د هنر سالار ډلې مشر امید شریفي چې د فاطمې همکار پاتې شوی وایي، د معلولو ماشومانو لپاره د ښوونځې جوړول د فاطمې يو ارمان و، نو ځکه یې د دې قشر لپاره ښوونځی جوړ کړى.

د ښاغلي شریفي په وینا، اوس به یوازې یاد ښوونځي کې شل معلول ماشومان روزي خو راتلونکي کې به دا لړۍ تر ولایتونو وغځوي.

هغه زياتوي: "د فاطمې له وژل کېدو شپږ میاشتې وروسته د فاطمه خلیل ښوونځی جوړ شو، دا ښوونځی د هغو ماشومانو لپاره دی چې معلولیت لري او نورو ښوونځیو ته نشي تلی."

ښاغلی شریفي وايي، د فاطمه خلیل ښوونځي د جوړېدو لګښت هنر سالار ډلې او یو شمېر نورو بنسټونو پرې کړی دی.

د فاطمې خلیل مور حلیمه خلیل هم د یاد ښوونځي جوړېدو په اړه خوښه ده خو وایي چې د لور د وژنې په اړه ورته لا هم قناعت نه دی ورکړل شوی.

حلیمې خلیل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، امنیتي بنسټونو لا هم د پیښي جزیات نه دې ورکړې او نه هم د بشر حقونو کمېسیون چې د لور کار ځای یې و ،عدالت غوښتنه ورته کړې.

خليل زياته کړه: "هېڅ مو قناعت نه دی ترلاسه کړی همدا اوس وختونو کې مې وغوښتل د دې پېښې په اړه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سره وګورم، د بشر د حقونو کمېسیون چې خپل کاري دفتر یې هم و هغو هم د فاطمې لپاره هېڅ ډول عدالت غوښتنه نه ده کړې، هېڅ یې موږ ته نه دې ویلي چې دوی څه وکړل او کومې پایلې ته رسېدلي دي.

و موغوښتل په دې اړه د بشر حقونو کمېسیون او امنيتي بنسټونو نظر هم واخلو خو کمسيون په دې له ځواب ویلو ډډه وکړه او امنيتي بنسټونه هم دا مسووليت يو په بل اچوي او په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

فاطمه خلیل د تېر زېږديز کال د جون مياشتې په ۲۴ نېټه د کابل ښار دولسمه ناحیه کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شوه.

که څه هم د دې چاودنې مسوولیت هغه وخت چا پر غاړه وا نه خیست خو د فاطمې کورنۍ وایي، په هغه ورځ د امنیتي کمرو غير فعالېدو او د بشر حقونو کمېسیون چوپتیا دوی ته پوښتنې پیدا کړې دي.