چارواکي: په پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس لويه فابریکه پرانيستل شوه

آرشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو د پروسس د یوې لویې فابریکې د پرانيستل کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا فابریکه د ٦ میلیونه ډالرو په ارزښت د ځايي پانګه والو لخوا جوړه شوې ده.

ښاغلی رستمي وايي، دغه فابریکه د ٦٠ زره مټریک ټنه جلغوزو د ساتنې ظرفیت لري.

د نوموړي په وینا، د جلغوزیو صادرات او تولید په وروستیو کلونو کې ښه پرمختګ کړی.

د کرنې وزارت وايي، سږکال د جلغوزو تولید د ٢٣ څخه تر ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا، تېر کال ۱۶۵۰ ټنه جلغوزې بهر ته صادر شوي او وړاندوېنه کېږي چې دا شمیره زیاته شي.

د چین سربېره، اوسمهال افغانستان نورو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو، هندوستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته هم جلغوزي صادروي.

د افغانستان لویه برخه جلغوزې په سویل ختیځو دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې توليدېږي.