د ارمنستان ولسمشر په کرونا ویروس اخته شوى

د ارمنستان ولسمشر ارمن سارګسیان

د ارمنستان د ولسمشر ارمن سارګسیان د کرونا ویروس ټیسټ پرون سې شنبه مثبت شو.

د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، سارګسیان د نوي میلادي کال په جریان کې بریتانیا ته سفر کړی و، هغه هېواد چې د کرونا ویروس نوې بڼه په کې لومړی خپره شوه.

په راپورونو کې ویل شوي، چې ۶۷ کلن سارګسیان د نوي میلادي کال جشن په لندن کې له خپلې کورنۍ سره تېر کړ.

د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه نور څه نه دي ویل شوي.

رسمي ارقام ښیي، چې تر اوسه په ارمنستان کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې تر یو لک او ۶۰زرو زياتې دي او نږدې ۲۹۰۰ کسان یې په نتیجه کې مړه شوي دي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنینان هم په کرونا ویروس اخته شوی و، چې په جون میاشت کې روغ شو.