انټل نیوز: افغانانو لس چینایي جاسوسان له هېواده ایستلي دي

د افغانستان او چین ګډ بیرغونه

  • انټل نیوز

انټل نیوز خپرونې چې غالباً د هېوادونو د استخباراتي فعالیتونو په اړه راپورونه خپروي، یومطلب لیکلی چې نوم یې دی:" افغانانو لس چینایي جاسوسان چې ادعا کېږي له طالب پلوه ډلو سره یې اړیکي نیولې وې، له هېواده ایستلي دي."

په دې مطلب کې راغلي، د افغانستان حکومت دغه چینایي استخباراتي افسران وروسته له هغه له خپل هېواده وایستل چې ګواکې له طالب پلوه کړیو سره یې اړیکې نیول واضح شوي وو.

په عین وخت کې په دې وروستیو کې سپینې ماڼۍ ته هم داسې معلومات ورکړل شوي چې ګواکې پېکنګ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې ځینو افغان تُندلارو ته د انعام ژمنه کړې ده.

یو شمېر هندي خبري اژانسونو تېره میاشت راپور ورکړچې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ډسمبر پر لسمه په کابل کې لس چیناییان د جاسوسۍ په تور ونیول.

په دې کسانو کې لږ تر لږه یوه مېرمن هم وه او ګمان کېږي چې د چین استخباراتو ته یې کار کاوه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغو چینایي اتباعو له کابله د خپلو فعالیتونو د مقر په توګه کار اخیستی، څو د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ یو تقلبي انځور جوړ کړي.

دا هغه غورځنګ دی چې د چین په مسلمان مېشته شنجن ایالت کې فعالیت کوي.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شنجن کې د اویغورانو یوه بیلتون پاله وسله واله ډله ده.

ویل کېږي چې په کابل کې دننه د چین د جاسوسۍ د دې هستې د جوړېدو هدف د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د هغو پلویانو نیول وو چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د نیشنل انټل خپرونې په دې مقالې کې ادعا شوې چې لږ تر لږه دوو چینایې جاسوسانو له حقاني شبکې سره هم اړیکې درلودې.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • فارن پالیسي خپرونه

فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې هڅو په اړه یوه مقاله لیکلې چې نوم یې دی، د سولې مذاکرات داسې مهال بیا پیلېږي چې افغانستان له هدفي وژنو سره لاس او ګریوان دی.

خپرونې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او سیاسي شخصیتونو هدفي وژنو ته په اشارې د جمعې په ورځ په غور ولایت کې د یوه خبریال بسم الله عادل ایماق وژل کېدل یاد کړي دي.

ښاغلی ایماق پنځم خبریال و چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې وژل کېږي.

فارن پالیسي د نیویارک ټایمز راپور په استناد لیکلي چې وایي، لږ تر لږه ۱۳۶ ملکي کسان او ۱۶۸ افغان امنیتي ځواکونه په تېرکال کې وژل شوي دي، په دې توګه د لیکوال په باور دا کال د دې ډول بریدونو له اړخه یو له خونړیو کلونو څخه وو.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي طالبان د دغو بریدونو مسول ګڼي، خو لا هم چا د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخستی.

فارن پالیسي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند سني لګېت څرګندونو ته اشاره کړې چې له ډېرې مودې وروسته یې په لومړي ځل طالبان د هدفي وژنو مسوول ګڼلي دي.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې داسې بریدونه باید د سولې د بریالیتوب لپاره ودرول شي.