سرابي: د سولې مرکچي پلاوی دوحه کې دی، خبرې ژر پیلېږي 

د افغان مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي

تمه ده چې د افغان سولې خبرې نن د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شي.د افغان سولې د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د ژمنې، پریکړې او پلان له مخې نژدې ساعت مخکې دوحې ته ورسېدو او خبرې به ډېر ژر پیل شي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن سې شنبه(د مرغومي ۱۶مه) په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال پر اوربند او اورکم ټینګار وکړ.

عبدالله عبدالله تر دې لیدنې کتنې وروسته چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، په ټویټرکې ولیکل چې د سولې د نوي دور خبرو هرکلی کوي.

ټاکل شوې ده چې د سولې خبرې نن په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ پیل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي( یوناما) هم نن په یوه بیان کې وروسته تر شل ورځو د دې خبرو د بیا پیلیدو هرکلی کړی دی.

د یوناما په بیان کې چې نن یې خپور کړی د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز په وینا راغلي دي چې دا له دواړو لوریو غواړي چې له فرصته په ګټې اخېستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي چې د لا زیاتو افغانانو وژل پای ته ورسېږي.

دیبرا لاینز زیاته کړه، د جګړې درېدل به د سولې د خبرو اترو لپاره ښه چاپیریال رامنځته کړي، خلکو ته به هیلې ورپه برخه کړي او بشري مرسته کوونکو ته به اجازه ورکړي چې ډېرې اړینې ژمنۍ مرستې په ټول هېواد کې افغانانو ته ورسوي.