یوناما قطر ته د افغان سولې د مرکچي پلاوي د تګ هرکلی کړی

ارشیف، قطر ته تلونکی د سولې مرکچي پلاوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي "یوناما" قطر ته د افغان سولې د مرکچي پلاوي د تګ هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د سولې دوهم دور خبرې نن سې شنبه(د مرغومي ۱۶مه) وروسته له شلو ورځنۍ وقفې په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

افغان پلاوی نن له کابله قطر ته روان شو.

د یوناما په بیان کې چې نن یې خپور کړی د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز په وینا راغلي دي چې دا له دواړو لوریو غواړي چې له فرصته په ګټې اخېستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي چې د لا زیاتو افغانانو وژل پای ته ورسېږي.

دیبرا لاینز زیاته کړه، د جګړې درېدل به د سولې د خبرو اترو لپاره ښه چاپیریال رامنځته کړي، خلکو ته به هیلې ورپه برخه کړي او بشري مرسته کوونکو ته به اجازه ورکړي چې ډېرې اړینې ژمنۍ مرستې په ټول هېواد کې افغانانو ته ورسوي.

تمه ده چې د سولې د خبرو دوهم پړاو له شل ورځنۍ وقفې وروسته نن په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.