چارواکي: ارزګان کې د اوبو دوه پروژې جوړیږي

ارشیف، د ارزګان مرکز ترینکوټ عکس تئزیني بڼه لري

په ارزګان ولایت کې د اوبو دوه پروژې د څه باندې یو سل او شل میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد د دې پروژو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "لومړی پروژه د اوبو د یوه بند ده چې په چنارتو ولسوالۍ کې د اتیا میلیونه افغانۍ په لګښت یې تړون شوی، دوهم د سراب بند دی چې د مرکز ترنیکوټ مربوط ده او ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي."

د والي په وینا په دې دوو پروژو کې به اووه سوه کسانو ته د اتلسو میاشتو په مخه د کار زمینه برابره شي.