د پکتیا مرکز ګردېز کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه فعاله شوه

په پکتیا کې د ځنغوزیو فابریکه

د ځنغوزیو د پروسس فابریکه چې نن سې شنبه (د مرغومي ۱۶مه) یې د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرانېسته وشوه، افغان ولسمشر هم دې مراسمو ته د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه.

ولسمشر غني وویل چې نوموړی د یوه صنعتي او صادراتي افغانستان غوښتونکی دی او دې برخه کې فرصتونو ته په کتو به سوداګرو او پانګه والو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي اړوند وزارتونو او ادارو او په ځانګړي ډول بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د افغانستان د صادراتو لپاره په بهر کې مارکېټ پیدا کړي.

نوموړي وویل: "دلته امکانات ډېر دي، موږ او تاسې به پر یوه طرحه کار وکړو چې هر قلم کې چې صادرات لرو، څنګه یې بسته بندي، پروسس او تولید کړو او له ګردېزي صیب مننه چې دا کار یې وکړ، بهرنیو چارو وزارت د پانګونې په جذب او سوداګرو ته د بازار موندنې په برخه کې کلیدي رول لري."

د دې فابریکې په جوړېدو ۶۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی

د رحیم ګردیزي ګروپ مشر وایي، د دې فابریکې په جوړېدو ۶۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې له فعالیت سره سم به په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دې فابریکې مشر حمید ګردیزي وویل: "دا په درې فازونو کې جوړه شوې چې یو فاز یې دا دی پرانېستل شو او دوه فازه هم تکمیل دي، اوس خو سل یو نیم سل کسان کار کوي، خو زرو کسانو په شااوخوا کې به کسان مصروف شي او ټولو باندې شپږ میلیونه ډالره سرمایه ګذاري شوې ده، په یوه ساعت کې دوه ټنه او شپه ورځ کې پنځوس ټنه بسته بندي کوي، پروسس کوي، سپینیږي او بیا صادرولو ته اماده کېږي."

له بلې خوا د ځنغوزیو کاروباریان بیا د دې فابریکې جوړېدو ته خوښ دي او وایي چې په دې کار سره به یې ځنغوزي په ښه قیمت او د افغانستان په نوم نړیوال مارکېټ ته لاره پیدا کړي.

ګردېز کې د ځنغوزیو د پروسس په فابریکه کې اوس ۱۵۰ تنه په کار بوخت دي

دوی وایي، له دې وړاندې یې ځنغوزي په قاچاقي لارو او کم قیمت نورو هېوادونو ته وړل چې زیاته ګټه به یې د دوی پرتله د قاچاقبرانو په برخه وه.

د کامل په نوم یو تن د ځنغوزیو کاروباري وویل: "مخکې دومره قدر نه و اوس چې قیمت یې لوړ شو، ونې یې خلک ساتي او هېڅوک یې نه پرې کوي او بله دا چې خارج ته چې ځي باید خپل تجار یې یوسي په قاچاق باید مخنیوی وشي چې ګټه یې خپلو افغانانو ته ورسیږي."

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه په داسې مهال په فعالیت پیل کوي چې له دې وړاندې د دې میوې کاروباریانو د سړو خونو او په هېواد کې د دې میوې د پروسس خونې د نشتوالي شکایت کاوه او په خبره یې دغه کار د دې مېوې په بیو هم اغېز کړی و.