پر کابل پوهنتون د برید قربانیانو ته د ایراني سندرغاړي همایون شجریان سندره

پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال

د ایران پېژندل شوي سندغاړي همایون شجریان د سووشون په نوم سندره کې پرکابل پوهنتون خونړۍ ډله ییزه انتحاري حمله د فردوسي شهنامې د اسطوره یې قهرمان سیاووش له مرګ سره تشبیه کړې ده.

په دې سندره کې پر کابل پوهنتون د حملې د قربانیانو سره همدردي بیان شوې ده.

په سندره کې "جان پدر کجا استي" جمله تکرار شوې ده، دا د سید اسحاق په نوم د یوه افغان پیغام دی چې خپلې محصلې لور مرضیې ته یې د ګرځنده ټیلیفون په وسیله استولی وو.

په دې حمله کې مرضیه ووژل شوه.

پلار یې له څو ټیلیفونې زنګونو وروسته چې نه وو ځواب شوی دا پيغام خپلې لور ته لېږلی وو.

سید اسحاق ازادي راډیو ته وویل:" کله چې له پېښې خبر شوم په زنګ وهلو مې پیل وکړ، خو زما ټیلیفون ځواب نه شو، د پېښې په ورځ مې لور خپله تر پوهنتونه رسولې وه، خو نه پوهېدم چې هغه به شهیده شي او نوره یې نه شم لیدلای، په هماغه ورځ د ورځې له ۱۱ بجو تر ماښامه په خپلې لور پسې د پوهنتون شااوخوا سرګردانه ګرځېدم، تر دې چې د شپې مې د هغې جسد د روغتون د مړو د ساتلو په خونه کې وموند."

سندرغاړی همایون شجریان

د روان لمریز کال د عقرب په دولسمه پر کابل پوهنتون په خونړۍ حمله کې ۱۸ تنه ووژل شول او له ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

دا د افغانستان د زده کړو په یوه مهم مرکز لومړنۍ خونړۍ حمله وه چې مسولیت یې داعش وسله والو ومانه.

که څه هم څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې محکمې د دغه حملې اصلي طراح چې عادل نومېده په اعدام محکوم کړ، خو د قربانیانو د کورنیو غوښتنه د دې حملې د عاملینو نیول او علني اعدامول دي.

سید اسحاق وایي:" زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې پر کابل پوهنتون د حملې عاملان علني اعدام کړي او باید د ټولو قربانیانو کورنۍ د اعدام دا صحنه وګوري."

د "جان پدر کجا استي" جمله پر کابل پوهنتون له حملې وروسته ډېره مشهوره شوه او په ټولنیزو رسنیو کې په عمومي هشټک بدله شوه.

له حملې وروسته د ایران یو بل سندرغاړي مجید خراطها هم جان پدر کجا استي جمله په خپله یوه سندره کې د دې حملې قربانیانو سره د غم شريکې په دود ویلې وه.