په واشنګټن کې د ټرمپ د پلويانو د لاريون مخکې سرتېري موظف شوي

آرشیف

په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د پلویانو له لاریون مخکې ښاروال د ملي ګارډ سرتېري د امنیت لپاره موظف کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تمه ده د متحدوایالاتو کانګرس د جنوري په شپږمه، د منتخب ولسمشر په توګه د جوبایډن د تایید لپاره رایې ورکړي.

د ټرمپ پلویان په پام کې لري د ټرمپ په ملاتړ- چې د اسنادو له وړاندې کولو پرته په انتخاباتو کې د درغلیو ادعا کوي نن او سبا د امریکا په پلازمېنه کې لاریون وکړي.

په واشنګټن کې دېره ملي ګارډ په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ګڼې ګوڼې د کنټرول او له اطفايې او د ژغورنې له خدماتو سره د مرستې لپاره به د دې ځواکونو له درې سوو زیات سرتېري چمتو وي.