خلیلزاد د قطر په ګډون څو نورو هېوادونو ته په سفر وتلى

زلمى خليلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي، چې د سولې د مذاکرو په بله مرحله کې محسوس پرمختګونه وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د هدفي وژنو په ګډون په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ سطحه د منلو نه ده.

زلمي خلیلزاد تېره شپه په څو ټویټونو کې ویلي، هغه کسان چې تاوتریخوالی غزوي، غواړي د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکی زیانمن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، قطر او ترکمنستان په سفر وتلی دی.

خلیلزاد به په قطر کې د دولت له مذاکراتي هیئت سره په کتنه د افغانستان د سولې پروسې له چټکتیا د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د اعلامیې په حواله په دوحه کې به ښاغلی خلیلزاد د تاوتریخوالي پر کمولو، د اوربند پر موضوع، د سیاسي حل لارې پر نقشه او د قدرت د شریکولو پر موافقه هم بحث وکړي.