روسي چارواکو د کب-نیوونکو د موندلو عملیات ودرول

آرشیف

روسي چارواکو د ۱۷ تنه کب-نیوونکو د موندلو عملیات ودرول.

دغه کسان د ډسمبر میاشتې پر ۲۸مه د سخت توفان پر مهال د کښتۍ د نسکورېدو په پېښه کې د شمالي قطب کنګل وهلو اوبو ته ولوېدل.

د روسیې د سمندري او دریابي انتقالاتو فډرالي ادارې پرون دوشنبه وویل، د لادرکه کب نیوونکو د موندلو او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او د چا مړی نه دی موندل شوی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د کښتۍ د نسکورېدو اصلي علت څه و.