په کوټه کې د وژل شویو کان کیندونکو کورنیو اعتراضي غونډه پيل کړې

کوټه کې د وژل شويو کان کیندونکو کورنیو اعتراضيه غونډې انځور

د کوټې په هزاره ټاون کې د ۱۱ وژل شویو کان کیندونکو کورنیو اعتراضي غونډه پيل کړې.

وسله والو کسانو د جنورۍ په دریمه د بلوچستان اړوند یوه کان کې یوولس هزاره توکمي کان کیندونکي ووژل.

د وژل شویو خلکو کورنیو نن خپله اعتراضي غونډه پيل کړې او له حکومت غواړي چې د کان کیندونکو وژونکي ونیسي او سزا ورکړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو سیمه ییزو چارواکو ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.