ولسمشر غني: په هر حالت کې د پوځ د تمویل لپاره پوره ژمنتیا موجوده ده

ولسمشر غني په ملي دفاع وزارت کې د وينا پر مهال

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي په هر حالت کې د پوځ د تمویل لپاره پوره ژمنتیا موجوده ده.

هغه دا خبرې په دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې یوې غونډې ته وکړې.

افغان ولسمشر وویل: "هېڅ وخت به دا د ویاړ اردو لاس چاته نه وي. که څو کاله خدای ناکرده مجبوریت راغی چې سړکونه جوړ نه کړو نه یې جوړوو. اما اردو د افغانستان به همېشه سمبالېږي. همېشه به ستاسو تر شا ولس درېږي او زه به تر اخري قطره د وینې مې ستاسو حمایت کووم."
غني ټینګار وکړ چې جمهوري نظام به خوندي پاتې وي.

هغه همداراز د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل: " د افغانستان حکومت سولې ته ژمنتیا لري، خو موږ هغه مثبته سوله غواړو چې عدالت په کې تامین، مشارکت زیات او د خلکو حقوق خوندي شي."