غني: په دفاع وزارت کې اصلاحات د وسله وال پوځ د بنسټيز کېدو لپاره تطبيقېږي

ولسمشر غني په ملي دفاع وزارت کې د وينا پر مهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن( دوشنبه) په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه ته وویل، چې په په دغه وزارت کې به د اصلاحاتو راوستو ته دوام ورکوي.

‎ښاغلی غني وايي، د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغانستان د حکومت د پاملرنې ترڅنګ د بین المللي ټولنې ملاتړهم پرخپل ځای دی.

‎ هغه وويل: "نړیواله بودجه هم د امریکا د کانګرس له لوري د قانون په توګه ومنل شوه‌، تاسو هيڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اندېښنه د بودجې په برخه کې مه لرئ، د تجهیز، تمویل او تعلیم په برخه کې د نړیوالو ژمنه مطلقه پرځای ده، او د امنيتي ځواکونو د هر شهبد کورنۍ لپاره زموږ ژمنه عمري ده."

ولسمشر غني په ملي دفاع وزارت کې د وينا پر مهال

‎‎ښاغلي غني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ناټو ټینګار کړی، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به ملاتړ کوي.

‎بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، د ولسمشر له لوري په دې وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ ارزونه او د منسوبینو د فعالیتونو د راپورونو اورېدل د جګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو باور لا زیاتوي.

‎هغه زیاته کړه، ملي اردو د افغانستان د دښمنانو پر ضد د مبارزې یوازینی بنسټ دی چې د لا پیاوړتیا، لا ښه تمویل، د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د پر وخت رسېدنې لپاره په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات راځي.

‎په دغه ناسته کې ولسمشر د لومړۍ کرښې د سرتېرو د احوال اخیستو له امله لوی درستیز یاسین ضیا ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال، د زړورتیا ښودلو له امله د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا د دویم کنډک قوماندان ډګرمن علیم بېګ ته د ډګروالۍ رتبې او د جګړې د لومړۍ کرښې سلو زړورو سرتېرو ته د زړورتیا، مېړانې او وطن دوستۍ له امله د مډالونو د ورکړې اعلان وکړ.

‎دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالب وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې سربېره له نورو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو سره هم په جګړو بوخت دي.