د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي د سید عالم محسود نیول "لوی جبر" دی او باید ژر تر ژره راخوشې شي.
منظور احمد پشتین په خپل فېسبوک باندې په یوه بیان کې لیکلي چې ډاکتر سید عالم چا ته زیان نهو رسولی، خو د ده په خبره برعکس د راو انوار په څېر کسان چې خلکیې وژلي د حکومت له امکاناتو برخهمن دي.
د پي ټي اېم یو مخکښ، ډاکتر سید عالم محسود بېګا د پېښور پولیسو له خپله کوره نیولی دی.
تازه د پېښور محکمې پرېکړه کړې چې سید عالم محسود د څلورو ورځو لپاره له پولیسو سره پاتې شي.
د غورځنګ فعالې ثنا اعجاز ازادي راډیو ته دا خبره وکړه.
د پېښور پوليس وايي ډاکتر سید عالم محسود یې ځکه نیولی دی چې د دوی په وینا، هغه تېره ورځ د علي وزير د نيولو پر ضد احتجاجي مظاهرې ته له کرکې ډکه وینا کړې وه او د پوځ خلافیې خبرې کړې وې.
د پښتون ژغورنې غورځڼګ بل مخکښ او د پاکستان د قومي اسامبلۍ غړي محسن داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ډاکتر سید عالم محسود نیول له بشري حقونو سرغړونه ده.
Strongly condemn the arrest of Dr Said Alam Mehsud from his home in Peshawar. The undeclared crackdown against PTM continues. No amount of threats and arrests will deter us from our struggle for our rights. We demand the immediate release of all of PTM’s activists. #Sharamnak https://t.co/7lVSbhvRKs
— Mohsin Dawar (@mjdawar) January 3, 2021
پښتون ژغورنې غورځنګ پرون په پېښور، کوټه او اسلاماباد کې د علي وزیر د نیول کېدو پر ضد مظاهرې رابللې وې.
علي وزیر د ډسمبر پر ۱۶مه د پېښور پوليسو په دې تور نیولی وو چې ګواکې هغه هم د ډسمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې د ملکي ادارو پر ضد خبرې کړې وې.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي دوی د پوځ او ریاست نه، بلکې د دوی د ظلم خلاف دي.