مسیر: که امریکا خوندي وي، نو افغانان دې هم باید خوندي شي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې د سولې د دوهم پړاو مذاکراتو لپاره رامنځته شوې اندېښنې باید جدي ونیول شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ دوهم پړاو مذاکرات پیل شي، تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ اختلافي موارد پر ځای دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغان دولت دننه او ان د سولې پلاوي کې هم سیاسي اجماع نه‌شته او دا لامل شوې چې د سیمې هېوادونه له دغه وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

لیکوال ټینګار کړی چې د سولې لپاره تر هر څه وړاندې يوې سیاسي اجماع ته اړتیا ده چې په وینا یې له هغه پرته به د سولې پاشلې هڅې نتیجه ورنه‌کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو څرګندونو ته اشاره کړې لیکلي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته په افغانستان کې یو امریکايي سرتېری هم نه‌دی وژل شوی.

ورځپاڼې لیکلي، د پومپیو دا خبرې هر افغان ته له درده ډکې دي او ټینګار يې کړی که امریکا خوندي وي، نو افغانان دې هم باید خوندي شي.

د لیکوال په وینا د سولې روانې خبرې باید په جدیت سره مخ ته یووړل شي، دا خبرې باید ژر پایلې ته ورسېږي.

ورځپاڼه ليکي په دې برخه کې هر ډول غلفت د افغان وژنې د دوام لامل ګرځي.

لیکوال په دواړو اړخونو غږ کړی چې باید ژر تر ژره یوه داسې تړون او توافق ته لاره هواره کړي چې ټول افغانان خوندي کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې لپاره د دوهم پړاو مذاکراتو په چمتووالي سرلیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، افغان پلاوی له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره په داسې وخت کې چمتووالی نيسي چې په دغه هېواد تپل شوې جګړې او هدفي وژنو په ملي او نړيواله کچه سختې اندېښنې راولاړې کړې دي.

لیکوال ټینګار کړی چې د ملت او نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا او اروپايي ټولنې او دغه‌شان له ملګرو ملتونو ستره غوښتنه دا ده چې په دې پړاو خبرو کې تاوتريخوالی کم کړل شي چې تل‌پاتي اوربند ته زمينه برابره شي.

د ورځپاڼې په وینا ګڼ بهرني لاسونه شته چې د سولې لپاره په يوه او بله پلمه دغه لوی فرصت ننګوي او له همدې امله له نړيوالې ټولنې، له ستراتېژيکو شريکانو او ملګرو ملتونو لويه غوښتنه کېږي چې د دوی په خبره پر دغو مغرضو لورو فشارونه راوړي چې د سولې بهير په مخ کې له خنډونو اچولو لاس واخلي.