یو شمېر امریکايي سناتوران غواړي د انتخاباتي کالجونو پرېکړه وننګوي

ارشیف، د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالد ټرمپ په کانګرس کې د وینا پر مهال

یو شمېر امریکايي سناتورانو ویلي چې همدا اوونۍ به په کانګرس کې د انتخاباتي کالجونو وروستۍ پرېکړه وننګوي.

دا جمهوري غوښتونکي سناتوران چې ځیني تازه ټاکل شوي سناتوران‌یې هم په ډله کې دي داسې وخت پورته شوي چې د ولسمشر په توګه د جو بایډن د کار پیل ته څه باندې دوه اوونۍ پاتې دي.

د امریکا انتخاباتي کالجونو د جو بایډن بریا تأیید کړې او تمه ده چې ښاغلی بایډن د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

سره له دې چې ځیني جمهوري‌پال سناتوران دا دی اوس د انتخاباتي کالجونو پرېکړه ننګوي، خو داسې ویل کېږي چې د سناتور تېد کروز په مشرۍ دا کار ښايي د بایډن د کار د مخنیوي لپاره هېڅ چانس ونه‌لري.

د جو بایډن یوه ویاند د ځینو جمهوري‌پالو سناتورانو دا کار د مزاحمت رامنځته کول بللي، خو د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس دفتر ویلي د کانګرس غړي حق لري چې شواهد وړاندې او خپل مخالفت وښيي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې کاري موده‌یې په ختمېدو ده د انتخاباتو پایله نه‌ده منلې او ادعا یې کړې چې ډیموکراتانو پراخې درغلۍ کړي.