افغان چارواکي: د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده 

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، د دولت مذاکره کوونکی پلاوي نن یکشنبه(د مرغومي ۱۴مه) له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د مذاکرو پر نورو پړاوونو بحث کوي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري نن رسنیو ته وویل: "د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده. مګر دولت او د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د خلکو د غوښتنو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دې پروسې د بریا لپاره پوره هوډ لري."

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي به راروانه سې شنبه په قطر کې تر شل ورځنۍ وقفې وروسته یو وار بیا مذاکرې پیل کړي.